Jump to content

د رومانیا لومړی میخایل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړی میخایل (په رومانیايي ژبه: لومړی میهای؛ زوکړه: د ۱۹۲۱ زکال د اکتوبر ۲۵مه – مړینه: د ۲۰۱۷ زکال د ډسمبر ۵مه نېټه) د رومانیا وروستی پاچا و چې د ۱۹۲۷ زکال د جولای له ۲۰مې نېټې څخه یې د ۱۹۳۰ زکال د جون تر ۸مې نېټې او بیا ځلي یې د ۱۹۴۰ زکال د سپټمبر له ۶مې نېټې څخه د ۱۹۴۷ زکال د ډسمبر په ۳۰مه نېټه په اجباري ډول له واکه څخه د ګوښه کېدو تر مهاله واکمني وکړه.

د میخایل له زیږون لږ وروسته، د هغه پلار ولیعهد کارول له مګدا لوپسکو سره په یوه جنجالي اړیکه کې ښکېل شو. کارول د فشارونو له امله اړ شو چې په ۱۹۲۵ زکال کې د تاج او تخت اړوند په خپل حق سترګې پټې کړي او له لوپسکو سره پاریس ته تبعید شو. میخایل په ۱۹۲۷ زکال کې د خپل نیکه لومړني فردیناند له مړینې وروسته د پنځه کلنۍ په عمر د رومانیا د سلطنت پر ګدۍ کښېناست چې په دې سره نوموړی په اروپا کې تر ټولو لږ عمر لرونکی واکمن وګرځېد. له دې امله چې میخایل ماشوم و؛ د هغه د تره شهزاده نیکولاس، پاتریارک میرون کریسټا او قاضي القضات ګئورګه بوزدوګان په مشرۍ سلطنتي شورا جوړه شوه. دغه شورا په خپلو چارو کې ناکامه وه، همدا و چې په ۱۹۳۰ زکال کې کارول رومانیا ته راوګرځېد او د خپل زوی پر ځای یې د دویم کارول په توګه سلطنت وکړ. له همدې امله میخایل یوځل بیا د رومانیا د سلطنت څرګند وارث وګرځېد او همدارنګه د البا- یولیا د لوی وویوډ لقب هم ورکړل شو. [۱]

دویم کارول په ۱۹۴۰ زکال کې اړ کړای شو سلطنت پرېږدي او په دې سره میخایل بېرته پاچا شو. د پوځي دیکتاتور ایون آنتونسکو په مشرۍ د دغه هېواد پوځي حکومت له نازي جرمني سره اتحاد وکړ. میخایل د آنتونسکو د حکومت پر وړاندې په کودتا کې لاس یو کړ او قنسطنطین ساناتیسکو یې د هغه ځای ناستی وګماره چې په دې سره یې له متفقینو سره د رومانیا د اتحاد اعلان وکړ. د ۱۹۴۵ زکال په مارچ میاشت کې سیاسي فشارونو میخایل اړ کړ څو د پتروګروزا په مشرۍ شوروي پلوه حکومت جوړ کړي. د ۱۹۴۵ زکال له اګست میاشتې څخه د ۱۹۴۶ زکال تر جنوري میاشتې پورې میخایل په «سلطنتي اعتصاب» لاس پورې کړ او د سلطنتي فرامینو د امضا او تائید کولو څخه یې په ډډه کولو هڅه وکړه څو د ګروزا تر کنټرول لاندې کمونیستي حکومت سره مخالفت څرګند کړي. میخایل د ۱۹۴۷ زکال په نومبر میاشت کې په لندن کې د خپلې خاله لور، د بریتانیا د راتلونکې ملکې دویمې الیزابت او خپل خاله زوی د یونان او ډنمارک د شهزاده فیلېپ د واده په مراسمو کې ګډون وکړ. له دې څخه لږ وروسته د ۱۹۴۷ زکال د ډسمبر میاشتې د ۳۰مې نېټې پر سهار ګروزا له مایکل سره وکتل او هغه یې استعفا ته اړ کړ. میخایل تبعید ته اړ کړای شو، شتمني یې مصادره شوه او تابعیت یې هم ترې واخیست. هغه په ۱۹۴۸ زکال کې د بوربون پارما له شهزادګۍ آن سره واده وکړ او له هغه څخه یې پنځه لوڼې وزیږېدې. دوی دواړه بالاخره په سویس کې استوګن شول. [۲]

په ۱۹۸۹ زکال کې د نیکولای چائوشېسکو کمونیستي دیکتاتوري راوپرځېده او راتلونکی کال میخایل هڅه وکړه بېرته رومانیا ته راوګرځي، خو رومانیا ته په بېرته رارسېدو کې ونیول شو او اړ شو بېرته له هېواده ووزي. په ۱۹۹۲ زکال کې میخایل اجازه ومونده څو د ایستر د مراسمو پر مهال رومانیا ته سفر وکړي چېرې چې ګڼ شمېر کسانو د هغه هرکلی وکړ؛ هغه د خپل هوټل د خونې له بالکن څخه وینا وکړه او د بخارست یو میلیون استوګن وګړي ورته راغونډ شوي و. د ایون ایلیسکو په مشرۍ د دغه هېواد کمونېستي دولت چې د میخایل له محبوبیت څخه اندېښمن و هغه ته یې د نورو لیدنو او کتنو اجازه ور نه کړه. په ۱۹۹۷ زکال کې هغه مهال چې ایلیسکو ته په ولسمشریزو ټاکنو کې امیل قنسطانتینسکو ماته ورکړه، هغه ته یې بېرته خپل تابعیت ورکړ او اجازه یې ورکړه چې رومانیا ته سفر وکړي. ورته مهال د پلش قلا او ساوارسین قلا په څېر هغه ته اړوند ملکیتونه یې بېرته کورنۍ ته ورکړل شول. [۳]

واکمني[سمول]

له نازي جرمني څخه مخ اړول[سمول]

په ۱۹۴۴ زکال کې هغه مهال چې دویمه نړیواله جګړه د محور ځواکونو پر زیان روانه وه، لا هم پوځي دیکتاتور او لومړي وزیر مارشال ایون آنتونسکو د دغه هېواد د حکومت واګې په خپل لاس کې لرلې. د ۱۹۴۴ تر اګست میاشتې پورې دا څرګنده شوه چې رومانیا به د څو میاشتو په ترڅ کې د شوروي له خوا ونیول شي. د ۱۹۴۴ زکال د اګست په ۲۳مه نېټه میخایل د متفقینو له ملاتړو سیاستوالو، د پوځ له یو شمېر افسرانو او همدارنګه د کمونېستانو په مشرۍ وسله والو غیرنظامیانو سره لاس یو کړ او د آنتونسکو پر ضد یې کودتاه وکړه. پاچا میخایل د سلطنتي ماڼۍ د افسرانو له خوا د هغه د نیولو امر صادر کړ. په همدغه شپه، نوي لومړي وزیر جنرال قنسطانطین ساناتاسکو، چې پاچا میخایل د آنتونسکو پر ځای ګمارلی و، د آنتونسکو د ساتنې مسئولیت یې کمونېستانو ته وسپاره (د هغو کړنلارو پر خلاف چې پاچا وړاندې کړې وې) او کمونېستانو هم د سپټمبر په لومړۍ نېټه شوروي ته وسپاره. میخایل هغه مهال چې سره پوځونه د مولداوي په جبهه کې د نفوذ په حالت کې و د یو راډیویي پیغام پر مټ یې د رومانیا خلکو او پوځ ته د اوربند امر صادر کړ، هغه متفقینو ته د رومانیا وفاداري اعلان کړه او همدارنګه یې له جرمني سره د جګړې په موخه د بریتانیا، متحده ایالاتو او شوروي اتحاد وړاندیز ومانه. ورته مهال دغه چارې د شوروي ځواکونو له خوا په چټکۍ سره د رومانیا د اشغال او همدارنګه د ۱۳۰ زره رومانیايي سرتېرو د نیولو مخه وه نه نیوله؛ دغه سرتېري شوروي اتحاد ته ولېږدول شول او له دغو څخه ډیری یې هلته په بندخونو کې ووژل شول. [۴][۵][۶][۷][۸]

په داسې حال کې چې له نازي جرمني سره د دغه هېواد اتحاد نور له منځه تللی و، په هېواد کې دننه کودتاه د رومانیا پر لور د سره پوځ مخکې تګ چټک کړ. اوربند درې اونۍ وروسته د ۱۹۴۴ زکال د سپټمبر په ۱۲مه د هغو شرایطو له مخې لاسلیک شو چې شوروي ټاکلي و. د دغه اوربند د شرایطو له مخې رومانیا له شوروي اتحاد څخه خپله ماته په رسمیت وپېژنده او د متفقینو د ځواکونو تر اشغال لاندې راغی؛ ورته مهال شوروي د هغو د رسنیو، ارتباطاتو، پست او ملکي ادارې واګې په لاس کې واخیستې. دغې کودتاه په واقعیت کې له کوم قید او شرط پرته تسلیمۍ ته لار برابره کړه. رومانیايي تاریخ لیکونکو څرګنده کړې چې یادې کودتاه دویمه نړیواله جګړه شپږ میاشتې را لنډه کړه او د سلګونو زرو کسانو ژوند یې وژغوره. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د جګړې په وروستیو کې، پاچا میخایل د متحده ایالاتو د ولمسشر هري اس. ټرومن له خوا د متحده ایالاتو د اعلی سرقومندانۍ تر ټولو عالي پوځي مډال ترلاسه کړ. ورته مهال ورته جوزف ستالین د شوروي اتحاد د بریا نښان؛ د نښان د ورکړې په سند کې د راغلې توضېح پر بنسټ له دې امله ورکړ چې «هغه په داسې حال کې د رومانیا سیاست له ریښې څخه بدل کړ چې د جرمني د ماتې هېڅ نښې لا شتون نه درلود؛ هغه د جرمني څخه خپل هېواد جلا او د ملتونو ټولنې ته یې لاس ورکړ». په ۱۹۸۹ زکال کې د میخایل رولا- زیمیرسکي په مړینې سره میخایل د دغه نښان یوازنی ژوندی پاتې ګټونکی شو. [۱۴][۱۵]

د کمونېزم تر ولکې لاندې واکمني[سمول]

د ۱۹۴۵ زکال په مارچ میاشت کې سیاسي فشارونو پاچا میخایل اړ کړ څو د پتروګروزا په مشرۍ شوروي پلوه حکومت جوړ کړي. میخایل له دې څخه وروسته د څه باندې دوه کلونو لپاره د یوه تشریفاتي چارواکي په توګه عمل وکړ. د ۱۹۴۵ زکال د اګست میاشتې څخه د ۱۹۴۶ زکال تر جنوري میاشتې پورې چې د «سلطنتي اعتصاب» دوره هم بلل کېږي، پاچا د ګروزا د حکومت لپاره د فرامینو له لاسلیک کولو ډډه وکړه څو د ګروزا له دولت سره مخالفت وکړي. د شوروي اتحاد، بریتانیا او امریکا د فشارونو له امله بالاخره پاچا میخایل له خپل کمونیستي حکومت سره له مخالفت لاس واخیست او د ګروزا له استعفا غوښتنې لاس پر شو. [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په 5 December 2017 باندې). Michael I of Romania obituary. The Guardian.
  2. (په 5 December 2017 باندې). Michael I of Romania obituary. The Guardian.
  3. (په 5 December 2017 باندې). Michael I of Romania obituary. The Guardian.
  4. "Bulgaria". Encyclopædia Britannica.
  5. "Romania – Armistice Negotiations and Soviet Occupation". countrystudies.us.
  6. (په 5 December 2017 باندې). Michael I of Romania obituary. The Guardian.
  7. "23 August – radiografia unei lovituri de Palat", paragraph "Predaţi comuniştilor", Dosare Ultrasecrete, Ziua, 19 August 2006
  8. Dictatura a luat sfarsit si cu ea inceteaza toate asupririle Archived 2 December 2013 at the Wayback Machine. ("The Dictatorship Has Ended and along with It All Oppression") – From The Proclamation to The Nation of King Michael I on The Night of 23 August 1944, Curierul Naţional, 7 August 2004
  9. "Romania – Armistice Negotiations and Soviet Occupation". countrystudies.us.
  10. "Secret CIA report – Rumania, 10/5/1949" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۱۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Hitler Resorts To 'Puppets' In Romania" Archived 11 March 2013 at the Wayback Machine., The Washington Post, 25 August 1944.
  12. "King Proclaims Nation's Surrender and Wish to Help Allies", The New York Times, 24 August 1944
  13. Constantiniu, Florin, "O istorie sinceră a poporului român" ("An Honest History of the Romanian People"), Ed. Univers Enciclopedic, București, 1997, ISBN 973-9243-07-X کينډۍ:In lang
  14. کينډۍ:In lang "Cuvintele lui Harry S. Truman", Romanian, Prince Radu's blog, includes scan of citation, 23 June 2011
  15. کينډۍ:In lang Armata Română în Al Doilea Război Mondial. Romanian Army in World War II. Bucharest: "Meridiane" publishing house, 1995, p. 196
  16. کينډۍ:In lang "What was done in Romania between 1945 and 1947 it has also been done since 1989", Ziua, 24 August 2000